ځايي چارواكو، د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د ۲ وسله وال طالبان د وژلو خبر وركړ. د دلارام ولسوال اسدلله حقدوست پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې دغه كسان تېره شپه د بهرنيو ځواكونو د عمليات په پايله كې چې د دې ولسوالۍ په مركز كې ترسره شوي وو وژل شوي دي.
ځايي چارواكو، د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د ۲ وسله وال طالبان د وژلو خبر وركړ.
د دلارام ولسوال اسدلله حقدوست پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې دغه كسان تېره شپه د بهرنيو ځواكونو د عمليات په پايله كې چې د دې ولسوالۍ په مركز كې ترسره شوي وو وژل شوي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې دغه كسان د ملا ساعت په نامه د يوه طالب قومندان ملګري وو.
نوموړي زياته كړې، چې په دې عملياتو كې دولتي غاړې او ملكي كسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات وروسته تر هغې تر سره شول، چې د وسله والو طالبانو يوې ډلې غوښتل په دلارام ولسوالۍ بريد وكړي.
حقدوست زياته كړه، چې د نيمرزو ولايت په دلارام او د فراه په بكواه ولسواليو كې د سړك د غاړې ماينونه د همدوى لخوا ايښودل كېده، چې په وژل كېدو سره به يې ښايي په ورته بريدونو كې كمښت راشي.
ايتلافي ځواكونو هم په ياده ولسوالۍ كې د ۲ وسله والو طالبانو د وژلو پخلى كړى، خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


