ads

د بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ نښته

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې دواړه غاړې په کې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي. د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې دواړه غاړې په کې يو […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1389

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې دواړه غاړې په کې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي.

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې دواړه غاړې په کې يو بل ته د مرګ، ژوبلې دعوې کوي.

جګړه پرون غرمه مهال په سندورا سيمه کې وروسته ترهغې شوې، چې د چارواکو په وينا: افغان او بهرني ځواکونه د ګزمې پروخت د خپلو مخالفو وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

د لغمان د والي وياند کوچى ناصري وايي: د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې  دوى ته له کوم زيان پرته يو وسله وال بريدګر وژل شوى او يو بل تن له يو ميل وسلې سره ژوندى نيول شوى.

وياند وژل شوى افغان ګڼي، خو د نيول شوي په اړه وايي، چې هويت به يې وورسته په ډاګه شي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خپلې غاړې ته له کوم زيان منلو پرته کليد ته وويل، چې د الينګار ولسوالۍ په ياده شوې سيمه کې يې پرون يو امريکايي ټانګ په چاودنه کې له منځه وړى او پکې ناست درې سرتېري يې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.

بلخوا د لغمان د والي وياند وايي: د امنيتي ځواکونو پلټنو ښودلې، چې د دې ولايت د سرخکانو پرامنيتي پوستې تر بريد وروسته د ځوابي ډزو پرمهال د بريدګرې ډلې مشر هم وژل شوى.

هغه مخکې ويلي وو، چې يوازې په سيمه کې د يوه وسله وال بريدګر مړى موندل شوى، خو اوس وايي: د بريد سمبالګر هم وژل شوى، چې مړى يې له سيمې تښتول شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند د وړمې شپې پردې پېښې ناخبري ښودلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA