ads

کندوز ولایت کې د کانکور آزموینې لړۍ پيل شوه

په کندوز ولایت کې د ښوونځیو له ) 43۴0( فارغینو څخه، چی په کې ۶۰۰ تنه نجونې هم شاملې دي د دغه ولایت د پوهنتون په انګړ کې د آزموینې لړۍ پيل شوه.     په کندوز ولایت کې د ښوونځیو له ) 43۴0( فارغینو څخه، چی په کې ۶۰۰ تنه نجونې هم شاملې دي […]

نویسنده: TKG
13 مرغومی 1389

په کندوز ولایت کې د ښوونځیو له ) 43۴0( فارغینو څخه، چی په کې ۶۰۰ تنه نجونې هم شاملې دي د دغه ولایت د پوهنتون په انګړ کې د آزموینې لړۍ پيل شوه.

 

 

په کندوز ولایت کې د ښوونځیو له ) 43۴0( فارغینو څخه، چی په کې ۶۰۰ تنه نجونې هم شاملې دي د دغه ولایت د پوهنتون په انګړ کې د آزموینې لړۍ پيل شوه.

دغه آزموینه چې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د يوه پلاوي لخوا اخیستل کیږي، ښایي ۴ ورځی دوام وكړي.

د کندوز د پوهنتون رئیس قاضی عبدالقدوس ظریفی وویل: دوى به سږکال په درې پوهنځیو(د ښوونې او روزنې، حقوق او کرهنې پوهنځيو) کې نږدې۷۵۰ تنه محصلین جذب کړي.

نوموړي زياته كړه، دغه كسان د سږکال او تېرو کلونو متفرقه فارغین دي، چې له ۹۷ ښوونځیو څخه دوی ته ورپیژندل شوي دي.

هېره دې نه وي، چې اوس مهال په دغه پوهنتون کې ۱۸۰۰ تنه محصلین په درېیو پوهنځیو کې په زدکړه بوخت دي، چې ۴۵۰ تنه یې یوازې نجونې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA