د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کتار وسله والو طالبانو بريد کړى چې دواړه خواوې پکې يو بل ته د تلفاتو دعوې کوي.
د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي دغه بهرنى کتار وړم مازيګر په قلا سيمه کې تر بريد لاندې راغى، چې د کتار په ځوابي ډزو کې يو وسله وال طالب مړ او دوه نور ټپيان شول.

قومندان بهرنيو ځواکونو ته د زيان اوښتو پخلى او رد دواړه نه کوي او هم يې د ورتګ پرموخې څه نه وايي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره وايي، چې ځواکونه يې وټه پور ته د عملياتو لپاره ورغلي وو، چې پرکتار يې شوي بريد کې ورته کوم زيان نه دى اوښتى.
دغه اداره بريدګرې غاړې ته هم د زيان اوښتو يا نه اوښتو څه نه وايي او د عملياتو د دوام يا نه دوام معلومات هم نه لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ترڅنګ، چې پر بهرني کتار د دې بريد مسوليت مني، دعوه کوي، چې څلور بهرني سرتېري يې پکې وژلي او اوه نور يې ټپيان کړي دي.
هغه د دوى ملګرو ته له زيان اوښتو ناخبري ښيي، خو د ايتلاف د مطبوعاتي ادارې په شان وايي، چې بهرني سرتېري دغلته د عملياتو لپاره ورغلي وو.