د هرات ولايت په له ګڼې ګوڼې ډكې سيمې كې د رامنځته شوې چاودنې له كبله ۱ تن مړ او ۵ تنه نور ټپيان شول. دغه پېښه نن سهار د درب عراق په سيمه كې، چې د هرات ښار په پنځه كيلومترۍ كې پرته ده رامنځته شوې.
د هرات ولايت په له ګڼې ګوڼې ډكې سيمې كې د رامنځته شوې چاودنې له كبله ۱ تن مړ او ۵ تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار د درب عراق په سيمه كې، چې د هرات ښار په پنځه كيلومترۍ كې پرته ده رامنځته شوې.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې پېښه د خسته اوبوس په نامه مرمۍ چاودېدو رامنځته كړې.
د هرات ولايت د عامې روغتيا ادارې مدير او وياند وايي، چې په دغه پېښه كې ۱ دېرش كلن تن مړ او ۵ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړې، چې په دې پښه كې يو پوليس او يو ماشوم هم ټپيان دي، چې په وينا يې، د ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
د هرات د والي وياند هم د پېښې پخلى كوي، خو وايي، چې ښايي دغه مرمۍ (خسته اوبوس) له پخوا څخه په دې سيمه كې ځاى پرځاى شوي وي.
د روان ۲۰۱۱ لمريزكال په جريان كې دا لومړۍ پېښه ده، چې په هرات ولايت كې رامنځته كېږي او له كبله يې يو پوليس او ۵ نورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


