په ننګرهار ګمرک کې د څلور اويا مليونه افغانيو په ارزښت د درېيو نويو ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دې ګمرک رئيس احسان الله کاموال وايي: د دولت له کورنۍ بوديجې څخه جوړېدونکې دا ودانۍ د ګمرک رياست په انګړ کې جوړيږي، چې پکې اداري خونې،

ګودامونه،د ډوډۍ خوړلو صالون او يو شمېر نورې برخې شاملې دي.
ګمرک رئيس د دې ودانيو په اړه پوره جزيات ورنکړل، خو ويې ويل: د يوې چارې يې په يوه کال او دوو نورو په دوو کلونو کې بشپړيږي او د ادارې دفتري ستونزې به يې ورسره اوارې شي.
د ګمرک رئيس له نورو جزياتو پرته وويل، چې د روان لمريز کال ترپايه به يې سل، په سلو کې د ادارې ټولې دفتري اسانتياوې پوره او ستونزې ختمې شي.
ننګرهار ګمرک، چې اوس يې ودانۍ د جلال اباد – تورخم پرلويه لاره، جلال اباد هوايي ډګر مخې ته پرته ده،د هوايي ډګر په شان ورته د موټرو ډېرتګ،راتګ پردې لويې لارې ترساعتونو،ساعتونو هم د لاربنديز ستونزه رامنځته کوي.