د کابل جلال اباد پر لويه لاره تېره شپه د پوليسو پر يوې پوستې وسله وال بريد شوى، چې د چارواکو په وينا: ځوابي ډزو کې يې بريدګرو ته درنه مرګ، ژوبله اوښتې.
د کابل جلال اباد پر لويه لاره تېره شپه د پوليسو پر يوې پوستې وسله وال بريد شوى، چې د چارواکو په وينا: ځوابي ډزو کې يې بريدګرو ته درنه مرګ، ژوبله اوښتې.
د لغمان د والي وياند کوچى ناصري وايي: بريد د قرغيو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو سيمې پر امنيتي پوستې د شپې شاوخوا لس بجې شوى، چې پوليسو ته پکې زيان نه دى اوښتى.
وياند ادعاکوي، چې بريدګرې غاړې ته ځوابي ډزو درنه مرګ، ژوبله اړولې، چې د يوه وژل شوي بريدګر مړى هملته سيمه کې پاتې او نور زيانمن شوي پکې له سيمې تښتول شوي دي.
کوچى ناصري د بريدګرې غاړې د دعوه شوې مرګ، ژوبلې کره شمېر نه ښييى او دغه راز د ده په وينا: د لاسته ورغلي مړي هويت هم لا معلوم نه دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د پېښې په اړه ناخبري وښوده او ويې ويل تردې دمه يې څه معلومات نه لري.
د کابل جلال اباده لويه لاره کې پخوا هم څو ځله ورته امنيتي پېښې رامنځته شوې وې چې له امله يې ولسي خلک د لاربندښت ستونزې سره مخ شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


