د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې افغان دولت او ايساف ځواكونو د دولت له وسله والو مخاليفينو سره د جګړې د بندېدو پرېكړه كړې ده.
دغې ولسوالۍ ته تېره ورځ د هلمند والي محمد ګلاب منګل او ګڼ شمېر بهرنيو او كورني چارواكي وسله والو طالبانو سره دهمدې پرېكړې د كولو په موخه ورغلي وو.

د ځايې چارواكو په وينا: د سيمې له مشرانو سره، چې د وسله والو طالبانو استازيتوب يې هم كاوه پريكړه كړې، چې نور په په سميه كې د جګړې پرځاى د بيارغونې كارونو ته مخه كوي.
دغه خبرې په سنګين ولسوالۍ كې د څاروان كلا د سيمې د الكوزو د قوم له مشرانو سره شوي او دې پرېكړې ته رسيدلي، چې په سيمه كې به د دولت او مخاليفينو تر منځ يو پر بل ډزې نه كيږي او د سولي د لړۍ ترڅنګ به په پراخ ډول د بيارغوني كارونه پيل شي.
دهلمند د والي په وينا: له قومي مشرانو سره په جوړه شوې غونډه كې دا پرېكړه هم شوې، چې د سيمې طالبان به په خپله سيمه كې بهرنيو طالبانو ته ځاى نه وركوي او نه به هم په سيمو كې د وسلو او مهماتو لېږد رالېږد كوي او هغه ماينونه، چې لا له وړاندې په لارو او سيمو كې ځاى پرځاى شوي د سيمې د خلكو او طالبانو لخوا به له منځه وړل او يا به ايساف ځواكونو ته ښودل كيږي.
ځایي چارواکي وایي، چې په همدې حال کې د سنګین ولسوالۍ یوه اته کسیزه وسله واله ډله هم د سولې له شورا سره یوځای شوه.
په دې اړه مو هڅه وكړه، چې له وسله والو طالبانو سره هم خبرې وكړو، خو ونه توانيدو.
د یادونې وړ ده، چې څلور ورځې وړاندې هم د ملا مقصود په نامه د وسله والو طالبانو یوه شپږ کسیزه ډله د سولې له بهير سره یو ځای شوې وه.