د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي، چې له رامنځته کېدو راهيسې يې د اسانتياوو د نشتوالي له امله يې ګرځنده څارونکې ډلې د ننګرهار تر نېمايي ډېرو هغو ولسواليو ته نه دي تللي، چې ښځې پکې له ډېرو ستونزو سره مخامخې دي.

د دغه رياست رئيسې انيسې عمراني، چې په يوه ځانګړې مرکه کې يې کليد سره خبرې کولې، وويل: د ننګرهار له دوه وېشت ولسواليو څخه يې يوازې اتو ته پوره لاسرسى لري، خو نورو ته يې په دې د رياست کارکوونکي تګ، راتګ نه شي کولاى، چې ترانسپورتي او نورې اسانتياوې نه لري.
عمراني زياتوي، چې دا او نورې مهمې ستونزې يې په ولايتي او مرکزي کچه اړوندو مرستندويو ادارو سره شريکې کړي، خو په وينايې: د دې لپاره، چې پښتنو سيمو ته سمه پاملرنه نشته، ستونزې يې نه دي اوريدل شوي.
د ښځو چارو رئيسه له دولتي چوکاټه بهر هم په ننګرهار کې ښځو ته شوي کارونه قانع کوونکي نه ګڼي او لامل يې دوى سره د مرستندويو ادارو ناهمغږى والى ښيى.
د ننګرهار دې ښځينه چارواکې خبردارى ورکړ، چې وروسته تردې به ښځو ته ترسره شوې هغه هڅې، چې دوى پرې خبر نه دي او ناشفافې وي، ونه مني.
د ننګرهار د ښځو چارو رياست د عامې روغتيا مسؤلې هم کليد ته د خپلې رئيسې خبرې تاييد کړې او ويې ويل: که ترانسپورتي اسانتياوې ورکړل شي، نو ټولو هغو سيمو ته، چې ښځې پکې ستونزې لري، تګ، راتګ ته تيارې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ