ځايي چارواكي وايي، چې د غور ولايت په دولينه ولسوالۍ كې د دوو ناقانونه وسله والو د نښتو په پايله كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د غور امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى د پېښې پخلى كوي او زياتوي،
ځايي چارواكي وايي، چې د غور ولايت په دولينه ولسوالۍ كې د دوو ناقانونه وسله والو د نښتو په پايله كې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غور امنيه قومندان عبدالباقي نورستانى د پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې دغه نښته تېره شپه د دولينه په شيبر كلي د ملا عطا او ملا محمود د كسانو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د نورستاني د معلوماتو له مخې دغه نښته د شخصي تربګنۍ له امله رامنځته شوې، چې په پايله كې يې له دواړو لوريو ۲ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول.
نوموړي زياته كړه، چې په دې تور يې دوه تنه نيولي او دا مهال د پوليسو لخوا ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د غور امنيه قومندان زياتوي، چې د دغو دواړو لوريو ترمنځ د ځمكې د وېش پر سر نږدې ۲۵ كلنه دښمني روانه ده.
د نوموړي په وينا، هڅه به وكړي، چې د قومي سپين ږيرو په مرسته دې ستونزې ته د حل يوه مناسبه لاره پيدا او د دوى دغه ۲۵ كلنه دښمني له منځه يوسي.
د چارو شنونكي، په هېواد كې روانه غريبي، څو كلنه جګړه، د ناقانونه وسلو شتون او دغه راز مسئلو ته د ځايي چارواكو لخوا جدي پاملرنه نه كېدل د ورته پېښو د ډېرښت سبب بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


