ايساف ځواكونو ديوې خبر پاڼې له لارې خبر وركړى، چې په خوست ولايت کې يې پنځه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړيکو تور نيولي. خبرپاڼه زياتوي، چې دغه كسان د ګډو عمليات په ترڅ كې وړمه شپه د خوست ولايت
ايساف ځواكونو ديوې خبر پاڼې له لارې خبر وركړى، چې په خوست ولايت کې يې پنځه تنه له وسله والو طالبانو سره د اړيکو تور نيولي.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه كسان د ګډو عمليات په ترڅ كې وړمه شپه د خوست ولايت د مرکز اړوند د متون او د دې ولايت د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو اړوند د ميرباش په سيمه کې نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو ځواکونو په ميرباش کې درې تنه د حقاني له ډلې سره او په متون کې دوه تنه له نورو وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي دي.
د خوست امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزی، د افغان او ناټو ځواکونو له خوا د ترسره شويو عملياتو پخلى كوي، خو وايي، چې په اړه يې نور معلومات نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


