د پکتیکا ولایت امنیه قومندان دولت خان ځدراڼ د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د محلي پولیسو يا اربكيو له ښوو پایلو خبر ورکړ. نوموړي په دې اړه کلید ته وویل، چې د دوی اړونده دوو سو محلي پولیسو په برمل ولسوالۍ
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان دولت خان ځدراڼ د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د محلي پولیسو يا اربكيو له ښوو پایلو خبر ورکړ.
نوموړي په دې اړه کلید ته وویل، چې د دوی اړونده دوو سو محلي پولیسو په برمل ولسوالۍ کې عملاً کار پیل کړی، چې په وینايې، ښه پایله لري.
ځدراڼ زیاتوي، چې د برمل ولسوالۍ د شکین سیمې خلکو له دې وړاندې په سیمه کې د ناامنۍ او یو شمېر هغو وسله والو څخه شکایت کاوه، چې دوی یې تر تهدید لاندي راوستي وو او د محلي پولیسو په رامنځته کېدو سره د هغوی فعالیتونه له منځه تللي دي.
دولت خان وایي، چې دوی پلان لري په نږدې راتلونکي کې د برمل او اورګون ولسوالیو ترڅنګ په وازېخواه، وړمۍ او تروو ولسوالیو کې هم محلي پولیس وروزي او په خپله سیمه کې دندې ورکړي.
د نوموړي په خبره، له روزنې ورسته به یې ځیني اربکیان د ګواشتې په لویه لاره، چې د وازېخوا او خوش آمند ولسوالیو ترمنځ غزېدلې، ځای پرځای کړي، چې له دې سره به په دې لویه لاره د غلو او ځینو نورو وسله والو مخه ونیول شي.
پاتي دې نه وي، چې دا مهال سل تنه نورهم په برمل ولسوالۍ کې تر روزنې لاندې دي، چې تر روزنې وروسته به په سیمه کې په دندو وګمارل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


