د غزنى د اندړو ولسوالۍ د چارخانه په كلي كې د افغان او ائتيلاف ځواكونو په ګډو عملياتو كې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول. د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد كليد ته د مخالفينو د وژل كېدو پخلى كړ او زياته كړې يې ده
د غزنى د اندړو ولسوالۍ د چارخانه په كلي كې د افغان او ائتيلاف ځواكونو په ګډو عملياتو كې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد كليد ته د مخالفينو د وژل كېدو پخلى كړ او زياته كړې يې ده، چې په دغو عملياتو كې، چې د افغان او ايتيلاف ځواكونو له لوري تر سره شول دوه تنه مخالفين په داسې حال كې ووژل شول، چې ورڅخه يو عراده موټرسايكل، يوه روسۍ پيكا، يو كلاشنكوف او يوه مخابره د ائتيلاف ځواكونو لاسته ورغلل.
زاهد زياتوي، چې د امنيت د ټينګښت په مقصد يې په څو نورو سيمو كې هم له ايتيلاف ځواكونو سره په ګډه پوځي عمليات په لاره اچولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


