د کورنيو چارو وزير پرون لغمان ته په يوه سفر کې د دې ولايت د امنيتي وضعې د څېړنې ترڅنګ چارواکو او قومي مشرانو سره ننګرهار ته د دې ولايت له لارې د نغلو برېښنا پرغځولو خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزير پرون لغمان ته په يوه سفر کې د دې ولايت د امنيتي وضعې د څېړنې ترڅنګ چارواکو او قومي مشرانو سره ننګرهار ته د دې ولايت له لارې د نغلو برېښنا پرغځولو خبرې وکړې.د لغمان د والي وياند کوچى ناصري وايي په دې سفر کې وزير بسم الله خان محمدي او ورسره پلاوي د لغمان له پوليسو د ليدنې ترڅنګ په دې ولايت کې د افغان ځواکونو سره د بهرنيو ځواکونو همغږي ښه وبلله.
ناصري له نورو جزياتو پرته وويل چې د کورنيو چارو وزير د لغمان د امنيتي وضعې ښه کولو ته د هڅو د زياتولو ژمنه هم وکړه.
د لغمان د والي وياند زياتوي چې د لغمان قومي مشرانو او چارواکو له بسم الله خان محمدي څخه د لغمان د ملي پوليسو او اداري واحدونو په تشکيل کې د زياتوالي غوښتنې وکړې.
د کورنيو چارو وزير لغمان ته وروسته ترهغې سفر وکړ چې له وروستيو راهيسې هلته د امنيتي پېښو د زياتيدو ترڅنګ د همدې امنيتي ستونزو له کبله ننګرهار ته د لغمان له لارې د کابل له نغلو برېښناکوټ څخه د برېښناغځونې کار خنډسره مخ شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


