په نشه يي توکيو د روږدو کسانو شمېره په داسې حال کې مخ په ډېرېدو ده، چې دولت يې يواځې د يوه فيصد درملنې توان لري.
په نشه يي توکيو د روږدو کسانو شمېره په داسې حال کې مخ په ډېرېدو ده، چې دولت يې يواځې د يوه فيصد درملنې توان لري.
د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند عبدالقيوم ثامروايي، چې دا مهال ٩٢٠زره داسې نشه يان شته، چې جدي درملنې ته اړتيا لري.
خودهغه په وينا دولت يې يواځې د يوه فيصد معتادينو د تداوۍ امکانات لري.
د نوموړي دمعلوماتو له مخې، هر پنځه کاله وروسته دغه وزارت د نشه يانو د شمېرې معلومولو په موخه سروې کوي.
هغه وايي، چې په ٢٠٠٥ کې ددې وزارت له لوري تر سره شوې سروې، د ټولو نشه يانو شمېره يو ميليون وګړي ښيي.
هغه وايي، ډېر هغه کسان چې په نشه يي توکيو اخته دي، عمرونه يې د١٥نه تر ٤٠ پورې دي.
که څه هم ثامر وايي، چې افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي، چې له دې ډلې ٥%يې خپله هېواد کې کارول کېږي، خو هغه د نشه يي توکيو په توليد کې نور هېوادونه هم پړ ګڼي.
سره له دې، چې د نشه يي توکيو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې په شاوخوا ٢٠ ولايتونو کې د نشه يي توکيو کښت صفر شوى، خو اوس هم هېواد د نړۍ لومړى درجه د نشه يي توکيو توليدوونکى دى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


