د افغانستان ملي دفاع وزارت په پلان کي لري، چې د کندهار ولايت د تخته پول ولسوالۍ د تور کوتل په سيمه کې يو حربي ښوونځى جوړ کړي. چارواکي وايي، چې ياد مرکز به په يو لک او يو جريب ځمکه کې
د افغانستان ملي دفاع وزارت په پلان کي لري، چې د کندهار ولايت د تخته پول ولسوالۍ د تور کوتل په سيمه کې يو حربي ښوونځى جوړ کړي.
چارواکي وايي، چې ياد مرکز به په يو لک او يو جريب ځمکه کې د ١٦٢ مليونه امريکايې ډالرو په لګښت جوړ شي، چې د امريکا د متحدو ايالاتو له خوا ورکول کيږي.
د دغه پوځي مرکز د جوړېدنې د کار تړون د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې تر سره شوو، چې په کې د کندهار والي ترڅنګ د دولتي ادارو نظامي او ملکي استازو برخه درلوده.
د کندهار والي توريالي ويسا وايي، چې په دغه مرکز کې به د جنوب او جنوب لويديزې حوزې لپاره د ملي اردو سرتيري وروزل شي.
بلخوا د وسله وال پوځ لومړي درستيز مرستيال ډګر جنرال محمداکرم وايي، چې د ياد مرکز کار به په ٢٠١٤ کال کې پاى ته ورسيږي، چې په دې سره به دوى د امنيتي چارو اخيستلو ته پوره چمتوالى ولري.
د نوموړي په وينا، کندهار ولايت کې د حربي ښوونځي په جوړېدو سره به د جنوب او جنوب لويديزې حوزې د ملي اردو د سرتېرو په شمېر کې زياتوالى راشي او کيفيت به يې هم لوړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

