ads

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ كې د بيا رغونې هڅې

د ننګرهار ولايتي اداره وايي: له خپلو وسله والو مخالفينو څخه د شېرزادو ولسوالۍ تر نيونې وروسته يې په دې ولسوالۍ کې د ټولګټو پروژو د پيلولو او په نښه کولو لپاره ټولنيزه انکشافي شورا جوړه کړې.     د ننګرهار ولايتي اداره وايي: له خپلو وسله والو مخالفينو څخه د شېرزادو ولسوالۍ تر نيونې […]

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1389

د ننګرهار ولايتي اداره وايي: له خپلو وسله والو مخالفينو څخه د شېرزادو ولسوالۍ تر نيونې وروسته يې په دې ولسوالۍ کې د ټولګټو پروژو د پيلولو او په نښه کولو لپاره ټولنيزه انکشافي شورا جوړه کړې.

 

 

د ننګرهار ولايتي اداره وايي: له خپلو وسله والو مخالفينو څخه د شېرزادو ولسوالۍ تر نيونې وروسته يې په دې ولسوالۍ کې د ټولګټو پروژو د پيلولو او په نښه کولو لپاره ټولنيزه انکشافي شورا جوړه کړې.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى، چې د شېرزادو اوسنى وضعيت پوره کرار او د دولت په واک کې ګڼي وايي، ولايتي اداره د ناامنيو له کبله د شېرزادو خلکو ته د اسانتيا برابرونې ځنډنۍ شوې هڅې له سره پيلوي او هغه ټولګټې پروژې به، چې خلک يې د انکشافي شورا له لارې ترې غوښتنه وکړي، ژر پيل کړي.

د والي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د پروژو پيل ته ځانګړې بوديجه بېله شوې که څنګه؟ وويل ولايت مقام غوښتل شوې پروژې مرستندويو ټولنو سره شريکوي او د هغوى تر هوکړې وروسته به يې چارې را پيل کړي.

د شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار تر ټولو ناامنه و لسوالي ګڼل کېده او د ننګرهار د والي په وينا: لس مياشتې پرې د دولت کورني او بهرني وسله وال مخالفين واکمن وو، وړمه و رځ پرې د افغان او بهرنيو ځواکونو تر څلور ورځينيو تصفيوي عملياتو وروسته په پوره ډول د افغان حکومت واکمني اعلان شوه.

د غه اعلان، چې هملته شېرزادو کې د ننګرهار د والي له لوري وشو، ځايي خلکو يې په اړه جوړه غونډه کې د شېرزادو لپاره د پاخه سړک، روغتيايي اسانتياوو او نويو ښوونځيو د جوړېدو غوښتنې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA