ads

د جرمونو د ثبت اداره:هند كې د بزګرو ځانوژنه ډېره شوې

د هندوستان د جرمونو د ثبت ملي ادارې (نیشنل کرائم ریکارڈ بيورو) په يوه خپاره شوي ريپوټ كې راغلي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې تر ۱۷ زرو زياتو بزګرانو ځانوژنه كړې.     د هندوستان د جرمونو د ثبت ملي ادارې (نیشنل کرائم ریکارڈ بيورو) په يوه خپاره شوي ريپوټ كې راغلي، چې په […]

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1389

د هندوستان د جرمونو د ثبت ملي ادارې (نیشنل کرائم ریکارڈ بيورو) په يوه خپاره شوي ريپوټ كې راغلي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې تر ۱۷ زرو زياتو بزګرانو ځانوژنه كړې.

 

 

د هندوستان د جرمونو د ثبت ملي ادارې (نیشنل کرائم ریکارڈ بيورو) په يوه خپاره شوي ريپوټ كې راغلي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې تر ۱۷ زرو زياتو بزګرانو ځانوژنه كړې.

دا په داسې حال كې ده، چې مركزي حكومت ادعا كوي، چې دوى د بزګرانو د بهبود لپاره بلا كارونه كړي، خو له شمېرو پته لګي، چې د بزګرو ژوند د ښه والي پرځاى په خرابېدو دى.

د ۲۰۰۸ ميلادي كال د شمېرو له مخې په ټول كال كې نږدې ۱۶۱۹۶ كسانو ځانوژنه كړې وه، خو په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې له دې شمېرې سره ۱۱۰۰ نور هم زيات شوي او په دې سره په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې د ځانوژونكو بزګرو شمېره ۱۷۳۸۶ته ورسېده.

د هندوستان په هغو سيمو كې، چې ډېرو بزګرانو ځانوژنه كړې، د هغې په سر كې مهاراشټر، كرناټك، آندهراپرديش او چهتيس ګړهه راځي.

د هندوستان ۶۲ فيصده ځانوژنې په دغو پينځو سيمو كې شوي، پر دې سربېره تر ټولو بد خبر خو دا دى، چې په تمل ناډو كې ځانوژنه د تېر په پرتله دوه چنده شوې.

په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې ۵۱۲ بزګرانو ځانوژنه كړې وه، د تازه دولتي شمېرو له مخې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې په دغه سيمه كې د ځانوژونكو بزګرانو شمېره ۱۰۰۷ ته ورسېده.

په تېرو لسو كلونو كې، چې د بزګرانو د ځانوژونو كومه شمېره ثبت شوې، په دې كې تر اوسه تر ټولو مخكې د مهاراشټر نوم راځي او دا ځل هم په دې سيمه كې ډېرو بزګرانو ځانوژنه كړې، خو د تېر په پرتله يې شمېره كمه ده.

په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې په دې سيمه كې ۲۸۷۲ كسانو ځانوژنه كړې وه، خو په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د ځانوژونكو شمېره نږدې ۴۰۰۰ تنو ته رسېده.

د هندوستان د جرمونو د ثبت ملي ادارې د معلوماتو له مخې له ۱۹۹۷ راهيسې تر ۲۰۰۹ ميلادي كال پورې په دغه هېواد كې ۲۱۷۵۰۰ بزګرانو ځان وژنه كړې.

د يادونې وړ ده، چې د هند ترولكې لاندې كشمير او اتراكهنډ سيمو كې د بزګرانو ځانوژنه په نشت حساب ده.

ډېرى وختونه بزګران د پورونو له كبله ځانوژنې ته اړ كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA