ads

دوو ورځو كې ۵ بريدونه

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې پرون امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ تنه مړه او ۷ تنه ټپيان شول.     د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې پرون امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ تنه مړه […]

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې پرون امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ تنه مړه او ۷ تنه ټپيان شول.

 

 

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې پرون امريكايي بې پيلوټه الوتكو درې بريدونه كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۲ تنه مړه او ۷ تنه ټپيان شول.

تر دې دمخه د دوشنبې په بريد كې ۲ بريدونو كې ۱۸ تنه وژل شوي او ۶ ټپيان وو.

په دې سره په تېرو څلرويشت ساعتونو كې د بې پيلوټ الوتكو بريدونه ۵ شول او له كبله يې ۴۰ تنه مړه او ۷ تنه ټپيان دي.

د چارواكو د معلوماتو له مخې د شمالي وزيريستان د مركز ميرانشاه لويديځ خوا ته په ۱۵ كيلو مترۍ كې افغان پولي ته څېرمه د غلام خان په سيرخيلو سيمه كې پرون سهار يوې بې پيلوټه الوتكې پر يوه كور ۲ توغندي توغولي وو.

په دې بريد كې د نښه شوي كور په اړه ويل كېږي، چې دا د ځايي طالبانو د قومندان حافظ ګل بهادر د ډلې مركز و.

په سيمه كې ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې په بريد كې كور او يو موټر د ويجاړېدو سربېر ۷ تنه مړه او ۲ ټپيان دي.

چارواكو زياته كړې: له بريد يو ساعت وروسته، هغ مهال چې خلكو له سيمې جسدونه راويستل، يو بل ميزايل پر دغې ځاى ولګېد، چې له كبله يې ۱۲ تنه ووژل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې بريده، نږدې يو ساعت وروسته ميرانشاه ته نږدې، بې پيلوټه الوتكې يو موټر په نښه كړ او ۲ ميزايل يې پرې وتوغول، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه ووژل شول.

په دې سره يوازې پرون د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې د وژل شويو كسانو شمېره ۲۲ تنو ته ورسېده، خو د پرون او وړمه ورځې بريدونو كې د وژل شويو كسانو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد.

په دغه سيمه كې ډېرى مركزونه د افغان طالبانو د قومندان جلال الدين حقاني ښودل شوي او ډېرى بريدونه هم د ده پر مركزونو شوي.

په دې سيمه كې تېر كال هم پاكستاني پوځ د جلال الدين حقاني يوه مدرسه له منځه وړې وه، چې په كې لسګونه طالبان په زده كړو بوخت وو. تر دې وروسته طالبان نورو سيمه ته ولېږدېدل.

چارواكي دا هم وايي، چې په وژل شويو كسانو كې د كوم مهم كس د وژل كېدو شتون لا نه دى ثابت شوى.

د يادونې وړ ده، چې د دولتي شمېرو له مخې د دغو ميزايل بريدونو وروسته په شمال او جنوبي وزيستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو شمېره سږ كال تر سلو زياته شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA