ads

پر فرخار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو راكټي بريد

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو راکټي برید كړ، چې د چارواكو په وينا چا ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى. د تخار د والې ویاند فیض محمد توحیدي كليد ته وویل،   د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو راکټي برید كړ، چې […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1389

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو راکټي برید كړ، چې د چارواكو په وينا چا ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى. د تخار د والې ویاند فیض محمد توحیدي كليد ته وویل،

 

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو راکټي برید كړ، چې د چارواكو په وينا چا ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى.

د تخار د والې ویاند فیض محمد توحیدي كليد ته وویل، چې تېره شپه پر یاده ولسوالۍ  وسله والو طالبانو برید كړى، خو پر هدف نه دى لګېدلى او له همدې امله هیڅ ډول تلفات نلري.

پر فرخار ولسوالۍ د تېرې شپې د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او په اړه يې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته ادعا وکړه، چې په برید کې یې ۳ پولیس وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېر کې یاده ولسوالي د تخار له امن لرونكې ولسواليو څخه شمېرل كېده او دا په دې ولسوالۍ كې لومړۍ پېښه بلل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA