ads

كونړ كې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست اندېښنې

په کونړ کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د ژمي په راتلو سره اندېښمنه ده، چې د واورو ورښت به بيا د ځينو غره ييزو سيمو لارې بندې او خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي. په کونړ کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د ژمي په راتلو سره اندېښمنه […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1389

په کونړ کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د ژمي په راتلو سره اندېښمنه ده، چې د واورو ورښت به بيا د ځينو غره ييزو سيمو لارې بندې او خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي.

په کونړ کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره د ژمي په راتلو سره اندېښمنه ده، چې د واورو ورښت به بيا د ځينو غره ييزو سيمو لارې بندې او خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي.

د دغې ادارې مشر غلام علي ثبات کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې  وويل، چې د ولايت د څوارلسو ولسواليو اکثره يې دې ګواښ سره مخ دي.

هغه د دې ترڅنګ، چې احتمالي  زيانمنو سره مرستو ته تر زيان وړاندې  د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کاوه، ويل يې، که مرستې په لاس هم ورشي ترهغې يې خلکو ته نه شي رسولاى، چې د واورينو لارو د پاکونې وسايل ونه لري.

ثبات په همدې دليل غوښتنه لري، چې مرکزي دولت او نورې مرستندويې ادارې دې ورسره ترهر څه مخکې د لار پاکونکو وسايلو مرسته وکړي څو په وينايې، وکړاى شي لاسته ورتلونکي خوراکي او نور توکي د اړتيا پرمهال لرو پرتو غره ييزو سيمو ته ورسوي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د دې ادارې مشر کليد ته وويل، چې خپلې غوښتنې يې مرکزي دولت سره شريکې کړي، خو لا يې کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

کونړ  تر نورستان وروسته د هېواد ختيځ کې دويم ولايت دى، چې ډېرې غره ييزې سيمې يې تګ،راتګ ته اسانې لارې نه لري او په ژمي کې د واورو ورښت او اوړي کې د همدې واورو له ويلي کېدو سېلاب شوې اوبه يې خلکو ته لويې ستونزې رامنځته کوي.

د ژمي په راتګ سره د نورستان والي هم خلکو سره د مرستو غوښتنه کړې وه، چې وېل کېږي لا يې چا غږ نه دى اوريدلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA