ads

د پاكستان په كراچۍ پوهنتون كې بمي چاودنه

د پاكستان په ترټولو لوى پوهنتون (جامعه كراچي) كې بمي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، له كبله يې ۲ تنه ټپيان دي. د سيمې يوه پوليس افسر شوكت علي خان رسنيو ته ويلي،   د پاكستان په ترټولو لوى پوهنتون (جامعه كراچي) كې بمي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1389

د پاكستان په ترټولو لوى پوهنتون (جامعه كراچي) كې بمي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، له كبله يې ۲ تنه ټپيان دي. د سيمې يوه پوليس افسر شوكت علي خان رسنيو ته ويلي،

 

د پاكستان په ترټولو لوى پوهنتون (جامعه كراچي) كې بمي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، له كبله يې ۲ تنه ټپيان دي.

د سيمې يوه پوليس افسر شوكت علي خان رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه خوړنځاى ته نږدې شوې، چې له كبله يې ۲ تنه ټپيان دي.

نوموړي زياته كړې، چې چاودنه زوروره نه وه، خو بيا هم پوليس سيمې ته رسېدلي او سيمه يې محاصره كړې.

د كراچۍ پوهنتون وياند فرحين زهره رسنيو ته ويلي، چې له خوړنځاى څخه بهر چاودنه شوې، خو دا چې څه ډول چاودنه وه او څومره زده كوونكي په كې ټپيان شوي په اړه يې څه نه شي ويلى.

يوه عيني شاهد رسنيو ته ويلي، چې د چاودنې پرمهال دى پر اوداسه و او د ماجد په نامه يوه بل زده كوونكي اذان كاوه، چې چاودنه رامنځته شوه او له كبله يې واجد او دوه درې تنه نور زده كوونكي ټپيان شول.

د يادونې وړ ده، چې په كراچۍ كې د تنظيمونو ترمنځ د تاوتريخوالي له كبله د دغه پوهنتون امتحانونه ځنډېدلي و، خو د امنيتي ځواكونو تر څار لاندې يې د بيا اخيستلو پرېكړه وشوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA