ads

آيساف ځواكونو ته پر تېل وړونكي كاروان غلچكى بريد

نن سهار د پنځو نيمو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند په کابل دروازه کې ايساف ځواكونو ته پر تېل لېږدونكي كاروان وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې ۲ تنه ټپيان او د تېلو ټانكر سوزېدلى دى. نن سهار د پنځو نيمو بجو په شاوخوا کې د کندهار […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1389

نن سهار د پنځو نيمو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند په کابل دروازه کې ايساف ځواكونو ته پر تېل لېږدونكي كاروان وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې ۲ تنه ټپيان او د تېلو ټانكر سوزېدلى دى.

نن سهار د پنځو نيمو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند په کابل دروازه کې ايساف ځواكونو ته پر تېل لېږدونكي كاروان وسله وال بريد شوى، چې له كبله يې ۲ تنه ټپيان او د تېلو ټانكر سوزېدلى دى.

د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد د پېښې پخلى كوي او زياتوي: پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو تن وسله وال د دې سيمې د کاروان له کوڅې څخه د تېلو پر ټانکر بريد وکړ او په ترڅ کې يې د ټانکر چلوونکى او ساتونکى ژوبل شول.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتيايي مركز ته لېږدول شوي، خو د يوه تن روغتيايي حالت ډېر نازک دى.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، بريد کوونکو ته كوم زيان نه دى اوښتى او له سيمې په تېښه بريالي شوي دي.

تراوسه چا د بريد مسؤليت پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې څو اوونۍ وړاندې هم په همدې سيمه کې ايساف ځواکونو ته تېل وړونکى ټانکر په يوه وسله وال بريد كې سوزول شوى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA