د ننګرهار والي پر شېرزادو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر لس مياشتينۍ واکمنۍ وروسته له دغو وسله والو څخه د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د شېرزادو د پوره نيونې خبر ورکوي.
د ننګرهار والي پر شېرزادو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر لس مياشتينۍ واکمنۍ وروسته له دغو وسله والو څخه د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د شېرزادو د پوره نيونې خبر ورکوي.
والي ګل آغاشېرزى، چې پرون يو شمېر ځايي افغان او بهرنيو پوځي چارواکو سره شېرژادو ته تللى و، په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دې ولسوالۍ کې وروسته تردې د پوليسو د شمېر د زياتوالي ترڅنګ د بيارغونې د يو شمېر پروژو پيلول غواړي.
والي د دې پروژو په اړه ډېر معلومات ورنکړل، خو له قومي مشرانو او ځايي خلکو يې مننه وکړه چې په وينايې: له سيمې د کورنيو او بهرنيو وسله والو په شاتګ کې يې ورسره مرسته کړې.
د شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار تر ټولو ناامنه ولسوالي ګڼل کېده، د ننګرهار والي يې د لارو امنيت هم په عملياتو کې ښه شوى وباله.
وسله والو طالبانو هم د والي ګل اغا شيرزي ادعا منلې،خو ويلي يې دي، چې دوى خپله له دې سيمې تکتيکي شاتګ کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


