ايساف ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې خبر وركړى، چې د هېواد په جنوب كې يې يو سرتېرى د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى. خبرپاڼه زياتوي، چې دغه سرتېرى نن سهار وژل شوى، خو په اړه يې نور جزيات نه دي وركړي.
ايساف ځواكونو د يوې خبرپاڼې له لارې خبر وركړى، چې د هېواد په جنوب كې يې يو سرتېرى د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه سرتېرى نن سهار وژل شوى، خو په اړه يې نور جزيات نه دي وركړي.
په دې سره په روان ميلادي كال كې د باوري شمېرو له مخې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ٧٠٦ ته ورسېده، چې نږدې ۵۰۰ يې امريكايان دي.
د وژل شويو سرتېرو دغه شمېره تر نورو كلونو زياته ده او له همدې كبله سږنى کال د بهرنيو ځواكونو لپاره تر ټولو خونړى هغه بلل شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


