ځايې چارواكي وايي، چې نن سهار د ځاځي اريوب پر ولسوالۍ يو توغندى راتوغول شوى، چې له امله يې درې تنه ټپيان شويه دي. د يادې ولسوالۍ ولسوال ازاد خان رسنيو ته د پېښې پخلى كوي او وايي،
ځايې چارواكي وايي، چې نن سهار د ځاځي اريوب پر ولسوالۍ يو توغندى راتوغول شوى، چې له امله يې درې تنه ټپيان شويه دي.
د يادې ولسوالۍ ولسوال ازاد خان رسنيو ته د پېښې پخلى كوي او وايي، چې توغندى په يوه كور لګېدلى او له امله يې يو ماشوم او يو ملكي وګړى ټپي شوى، خو په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي دي، چې په بريد كې درې تنه ټپيان شوي دي.
سرچينه وايې چې دريم ټپي يې ملي پوليس دى.
چارواكي د ټپيانو روغتيايې حالت د ډاډ وړ بولي.
تر دې دمه د توغنديز بريد مسؤليت كومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په سيمه كې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت د يوې بلې ولسوالۍ شواك په شبك تنګي كې د بهرنيو ځواكونو پر زغره وال ګاډي د سړك د غاړې بمي چاودنه كړې او له امله يې درې بهرني عسكر وژلي دي.
د بهرنيو ځواكونو د رسنيو د فتر د بمي چاودنې پخلى كوي او وايي، چې مرګ ژوبله نه لري، خو ګاډى په كې ويجاړ ښئ.
كه څه هم په دې ورستيو كې په سيمه كې امنيتي وضعيت يو څه ښه شوى، خو دا ورستۍ يې هغه پېښې دي، چې په اړه يې دواړه غاړې مختلف معلومات وركوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


