د جنوبي آسيا د رسنيو ټولنې د ملي تلويزيون د خبريال حجت الله مجددي او د دوو نورو فرانسوي خبريالانو د خوشې كېدو غوښتنه وكړه. د سويلي آسيا د رسنيو د ټولنې مرستيال رحيم الله سمندر د يكشنبې
د جنوبي آسيا د رسنيو ټولنې د ملي تلويزيون د خبريال حجت الله مجددي او د دوو نورو فرانسوي خبريالانو د خوشې كېدو غوښتنه وكړه.
د سويلي آسيا د رسنيو د ټولنې مرستيال رحيم الله سمندر د يكشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې له افغان حكومت او امنيتي ارګانونو څخه په كلكه وغوښتل، چې په كاپيسا كې دې د ملي تلويزيون نيول شوى خبريال حجت الله مجددي له بنده خوشې كړي.
نوموړي ادعا وكړه، چې حجت الله دا مهال د روحي، جسمي او فزيكي فشارونو لاندى دى.
رحيم الله سمندر زياته كړه، د دوى څېړونو ثابته كړې، چې حجت الله مجددي له هيڅ يوې وسله والې مخالفې ډلې سره اړيكې نه درلودې او خپله دنده يې د بيان د ازادۍ د اصولو سره سم پرمخ بېولې.
د سويلې آسيا د رسنيو د ټولنې مرستيال رحيم الله سمندر له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې كال وړاندې دې نيول شوي دوه فرانسوي ژورناليستان آزاد كړي.
د ملي تلويزيون خبريال حجت الله مجددي د روان كال د وږي په اويشتمه د پارلماني ټاكنو پر ورځ د ملي امنيت ځواكونو لخوا ونيول شو، چې دا مهال د ياد امنيتي ارګان په اولسم رياست كې د بند شپې تېروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


