ads

تخار کې د وسلو دوه قاچاق وړونکي ونیول شول

د تخار ولايت د ملي امینت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د وسلو دوه تنه قاچاق وړونکي او يو شمېر وسلې يې تېره ورځ په بهارک ولسوالۍ کې نیولي دي. د تخار ولايت د ملي امینت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د وسلو دوه تنه قاچاق وړونکي او يو […]

نویسنده: TKG
6 مرغومی 1389

د تخار ولايت د ملي امینت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د وسلو دوه تنه قاچاق وړونکي او يو شمېر وسلې يې تېره ورځ په بهارک ولسوالۍ کې نیولي دي.

د تخار ولايت د ملي امینت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د وسلو دوه تنه قاچاق وړونکي او يو شمېر وسلې يې تېره ورځ په بهارک ولسوالۍ کې نیولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې نیول شوي قاچاق وړونکي حاضر خان د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ او شمس الدین د تخارولایت د بهارک ولسوالۍ اوسېدونكي دي او هغه مهال ونيول شول، چې غوښتل یې وسلې او مهمات د دولت مخالفينو ته ورسوي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې: له نوموړو کسانو سره په نيول شويو وسلو كې يو میل پيکا، ۷ میله راکټې، یوه تمانچه او ۱۴میله پاکستانۍ او چینایي کلاشینکوفونه شامل دي.

خبرپانه زياتوي، چې د دغو قاچاق وړونکو اړوند له یوه کوره ۴ کیلو ګرامه تریاک، د کلاشینکوف، راکټ، تمانچې او پیکا په سلګونه ګولۍ او نور چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې میاشتې په ۲۴مه نېټه هم څه باندې ۴۰ میله سپکه او درنه وسله، چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو كې نیول شوې وه، ډایاګ ته وسپارل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA