نن لس کم دولس بجې د کندهار ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتو کې د کابل بانک د پوليسو پوستې ته څېرمه يوه درنه چاودنه وشوه، چې له كبله يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
نن لس کم دولس بجې د کندهار ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتو کې د کابل بانک د پوليسو پوستې ته څېرمه يوه درنه چاودنه وشوه، چې له كبله يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندهار د امنيت امر فضل احمد شېرزاد وايي، چې په پېښه موټر كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو پرمټ شوې، چې له كبله يې د عامه نظم ۱۴پوليس ټپيان او يو وژل شوى دى.
نوموړي زياته كړه: په پېښه كې شپږ تنه عام وګړي هم ټپيان شوي دي، چې په وينا يې، روغتيايي حالت يې نه دى معلوم.
د كندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي، چې چاودنه يوه تنكي ځوان د كرولا موټر په واسطه تر سره كړې او ځانمرګى بريد و.
نوموړى وايي، چې په پېښه كې ۱۰ تنه ملكي وګړي او شپاړس تنه پوليس ټپيان او يو تن پوليس وژل شوى دى.
د پيښې عيني شاهدان وايي، چي دغه يوه مـوټربم چاودنه وه، چې د پوليسو د پوستې مخې ته رامنځته شوه.
د ميرويس روغتون مسؤلين بيا وايي، چې په لسګونو ټپيان يې ور وړي دي، چې عام وګړي هم په کې شته، خو كره شمېره يې نه ده معلومه.
د يادونې وړه ده، چې د پېښې پر مهال په كابل بانك كې امنيتي سرتېرو او نورو خپل معاشونه اخيستل.
پر دغه ځاى مخکې هم ورته بريدونه شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


