د ننګرهار په خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو ګډ تصفيوي عمليات نن څلورمې ورځې ته په داسې حال کې ورسېدل، چې عمليات کوونکي له سيمې د وسله والو طالبانو د شاتګ او ترې د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل وايي: عملياتو کې يې د خوګياڼو له هاشم خېلو او خوارانو سيمې ګڼ هغه ماينونه له منځه وړي، چې وسله والو طالبانو ځاى، پر ځاى کړي وو.
جنرال افضل په عملياتو کې له شېرزادو ولسوالۍ څخه د ځايي وسله والو طالبانو ترڅنګ د هغو وسله والو د شاتګ خبر هم ورکوي، چې په وينا يې: د خيبر پښتونخوا له وزيرستانه دې ولسوالۍ ته راغلي وو.
دغه راز وايي: د پوليسو دوه رېنجر موټرې او يو روغتيايي امبولانس هم، چې د طالبانو په واک کې وو،دوى بيرته لاسته راوړي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه لا څه نه دي ويلي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته وويل، چې ملګرو يې په شېرزادو کې له کومې نښتې او زيان پرته تکتيکي شاتګ کړى.
شېرزادو ولسوالي، چې له شاوخوا يوه کال راهيسې د ننګرهار په ترټولو ناامنې ولسوالۍ اوښتې وه،ډېره برخه يې د وسله والو طالبانو په واک کې وه او دولتي کارکوونکو ورته په الوتکو کې تګ،راتګ کاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ