د هرات ځايي چارواكو په دغه ولايت كې د كرستال په نامه د ۱۲۸ كيلو ګرامه نشه يي توكو د نيولو خبر وركړ. د دغو چارواكو په وينا، ياد توكي په يوه عراده موټر كې ځاى پرځاى شوي وو، چې تېر ماښام د هرات
د هرات ځايي چارواكو په دغه ولايت كې د كرستال په نامه د ۱۲۸ كيلو ګرامه نشه يي توكو د نيولو خبر وركړ.
د دغو چارواكو په وينا، ياد توكي په يوه عراده موټر كې ځاى پرځاى شوي وو، چې تېر ماښام د هرات – اسلام كلا په لويه لاره كشف او ونيول شول.
د هرات ولايت د امنيت امر سمونوال دلاور شاه دلاور كليد ته وويل، چې دغه توكي له جنوبي ولايت هلمند څخه دې ولايت ته رالېږدول شوي وو.
نوموړي زياته كړه، چې د نشه يي توكو قاچاقبرانو نيت درلود، څو دغه توكي د اسلام كلا له لارې ايران ته ولېږدوي.
د سرچينې په وينا، په دغه تور يې يو تن نيولى، چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان كال له پيله تر دې دمه د ملي پوليسو لخوا له ۲ ټنو څخه زيات نشه يي توكي او په تور يې څو تنه مجرمين نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانو ته ورپېژندل شوي دي.
هرات ولايت له ايران او تركمنستان هېوادونو سره ګډه پوله لري، چې ګاونډيو هېوادونو ته د قاچاق د لېږد تر ټولو غوره لاره بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


