د پروان ولايت له بګرام زندانه ٩ تنه زندانيان، چې د وسله والو مخالفينو سره داړيكو په تور د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو خوشې شول. چارواکي وايي: ياد کسان د محلي ادارې او د سولې د عالي شورا د پرېکړو پر اساس خوشي شوي دي.
د پروان ولايت له بګرام زندانه ٩ تنه زندانيان، چې د وسله والو مخالفينو سره داړيكو په تور د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو خوشې شول.
چارواکي وايي: ياد کسان د محلي ادارې او د سولې د عالي شورا د پرېکړو پر اساس خوشي شوي دي.
د يادو کسانو د خوشې کېدو په مراسمو کې، چې د کندهار په مطبوعاتي دفتر کې جوړ شوي وو، د کندهار والي ترڅنګ په افغانستان کې د امريکا د قانون د پلي کولو قوماندان او سفير او د دې قوماندانۍ افغان مشر تورن جنرال مرجان شجاع برخه درلوده.
د کندهار والي توريالي ويسا وويل، چې د يادو کسانو څخه اووه تنه د کندهار او دوه تنه د هلمند ولايتونو اوسېدونکي دي او د بګرام په زندان کې يې٤ مياشتې بند تېر كړى.
بلخواخوشي شوي زندانيان او د هغوى خپلوان د دولت دا څرګندونې، چې ګواګې دوى د دولت د مخالفينو سره لاس درلود ردوي او زياتوي، چې په ناحقه بنديان شوي دي.
د يادو زندانيانو خپلوانو وويل، چې تر دې مخکې تر ډېره دوى ته د خپلو خپلوانو پته هم نه وه معلومه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


