د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې پر بزګرانو پنځه اتیا مټریک ټنه غنم او کیمیاوي سره و وېشل شوه. د دې وېش پر مهال د زابل والي محمد اشرف ناصري خبریالانو ته وویل، چی په ټولیز ډول ۲۶۶ مټریک ټنه غنم او کیمیاوی
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې پر بزګرانو پنځه اتیا مټریک ټنه غنم او کیمیاوي سره و وېشل شوه.
د دې وېش پر مهال د زابل والي محمد اشرف ناصري خبریالانو ته وویل، چی په ټولیز ډول ۲۶۶ مټریک ټنه غنم او کیمیاوی سره د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایی ادارې لخوا له زابل ولايت سره مرسته شوي وو، چې د هغې له جملې ۸۵ ټنه د شاجوی ولسوالۍ برخه ورسېده.
د نوموړي په وينا: یاد مواد ټول ۱۷۰۰ سهمه کیږی، چی په ټولیز ډول به ۲۵۵۰ جریبه ځمکه تر خپل پوښښ لاندې راولي او د هر سهم پر سر به له بزګرو څخه ۱۵۰۰ افغانۍ واخیستل شې.
پر همدې مهال د زابل والي محمد اشرف ناصری لخوا د شاجوی د پوهنې له مدیریت سره د لس ډېسکټاپ کمپیوټرونو مرسته هم وشوه.
د زابل والي د پوهنې مدیر او د ښوونځیو استادان او زده کوونکو ته په خبرو كې وويل، چې، که چېرې دا کمپیوټرونه په ښه توګه وکارول شي او سمه ګټه ترې پورته شي، نو په راتلونکي کې به یې شمېر تر سلو زیاته كړي.
د يادونې وړ ده، چې شاجوۍ د زابل تر ټولو لويه ولسوالي ده او په كې د دغه ولايت يو په څلورمه برخه وګړي ژوند كوي، چې ډېرى هغه يې بزګران دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


