تېره شپه د نهو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پينځمې ناحيې اړوند په ده خواجه سيمه کې د عامه نظم پر پوليسو يو تن وسله وال بريد کړى، چې د چارواکو په وينا: چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تېره شپه د نهو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پينځمې ناحيې اړوند په ده خواجه سيمه کې د عامه نظم پر پوليسو يو تن وسله وال بريد کړى، چې د چارواکو په وينا: چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد په دې اړه کليد ته وويل: ياد بريد د عامه نظم د پوليسو پر مرکز له ور څېرمه کوڅو څخه ترسره شوى.
هغه زياته کړه، چې په ورته وخت کې په همدې سيمه کې يو ځاى پر ځاى شوى ماين کشف او د ايساف ځواکونو لخوا چاودنه ورکړل شوې ده.
دغه راز امنيه قوماندان تېره شپه د كندهار ښار په نهمه ناحيه کې د يوه موترسايکل، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پرځاى شوي وو د نيول كېدو او شنډولو خبر وركړ.
نوموړي زياته كړه، چې په تور يې يو تن هم نيول و، خو وروسته هغه تن په تېښته بريالى شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


