ads

ختيځ كې پر امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو بريد

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو بريد کړى، چې چارواکي يې يوازې پخلى کوي. بريد د باريک آب پله ته څېرمه د پوليسو پر پوستې شوى، چې د بټي کوټ ولسوال وايي   د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوې امنيتي […]

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1389

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو بريد کړى، چې چارواکي يې يوازې پخلى کوي. بريد د باريک آب پله ته څېرمه د پوليسو پر پوستې شوى، چې د بټي کوټ ولسوال وايي

 

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې تېره شپه پر يوې امنيتي پوستې وسله والو طالبانو بريد کړى، چې چارواکي يې يوازې پخلى کوي.

بريد د باريک آب پله ته څېرمه د پوليسو پر پوستې شوى، چې د بټي کوټ ولسوال وايي: رسنيو ته يې د نورو جزياتو د ورکولو اجازه نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سر څارمن حضرت محمد زمرى هم پرپوستې ډزې مني، خو وايي: په نورو جزياتو پسې يې سيمې ته يو پلاوى تللى او دوى لا پوره معلومات نه لري.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې پر باريک آب پوستې بريد دوى کړى او د ده په دعوه دوه دولتي سرتېري يې پکې وژلي.

بټي کوټ، چې د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرته ولسوالي ده، وړمه  ورځ په کې د پوليسو پر يوه موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه، چې د يوه پوليس د وژل کېدو ترڅنګ پکې يو بل پوليس ټپي شوى هم و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA