ads

جنرال احمد ضيا يفتلي په ځان لګيدلي تورونه رد کړل

د ملي اردو د روغتيا پخواني رئيس هغه تورونه رد کړل، چې ګواکي نوموړي د ملي اردو روغتونو ته د تجهيزاتو او درملو په برخه کې په مليونونه ډالر خوړلي دي. د ملي اردو د روغتيا پخواني رئيس هغه تورونه رد کړل، چې ګواکي نوموړي د ملي اردو روغتونو ته د تجهيزاتو او درملو په […]

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1389

د ملي اردو د روغتيا پخواني رئيس هغه تورونه رد کړل، چې ګواکي نوموړي د ملي اردو روغتونو ته د تجهيزاتو او درملو په برخه کې په مليونونه ډالر خوړلي دي.

د ملي اردو د روغتيا پخواني رئيس هغه تورونه رد کړل، چې ګواکي نوموړي د ملي اردو روغتونو ته د تجهيزاتو او درملو په برخه کې په مليونونه ډالر خوړلي دي.

جنرال ضيا يفتلي پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ده د ملي اردو د روغتونو د تجهير او د درملو پيسې نه دي خوړلې.

رپوټونه وايي، چې د امريکا متحده ايالاتو د ملي اردو د روغتونو د سمبالښت لپاره دوه څلويښت مليونه ډالر مرسته کړې وه، چې دغه مرستې د ملي اردو د روغتيا د پخواني رئيس لخوا خوړل شوي دي، خو نوموړی دا تورونه ردوي.

جنرال يفتلي، چې اوس مهال له دندې لرې شوی دی، خو دی له خپلې دندې ګوښه کيدل د امريکا د مرسته شوېو پيسو د ورکولو سره نه تړي.

نوموړي په وويل، كه د دفاع وزير پرې لګېدلي تورونه بېرته وانخلي دى به عدلي او قضايي ارګانو ته د خپل حيثيت د اعادې لپاره مراجعه وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA