ads

ترافيکي پېښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره ورځ  د يولسو بجو په شاوخوا کې د کندهار – بولدک پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان په دې اړه کليد ته وويل،   تېره ورځ  د يولسو بجو په شاوخوا کې د کندهار – بولدک پر لويه […]

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1389

تېره ورځ  د يولسو بجو په شاوخوا کې د کندهار – بولدک پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان په دې اړه کليد ته وويل،

 

تېره ورځ  د يولسو بجو په شاوخوا کې د کندهار – بولدک پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان په دې اړه کليد ته وويل، چې ياده مرګ ژوبله د کندهار – بولدک د لارې په اوږدو کې هوايي ډګر ته څېرمه د دريو سراچه ډوله موترونو د ټکر له كبله رامنځته شوه.

دهغه په وينا: په ياده پېښه کې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم پر همدې لارې د يوه ډاټسون او مازدا ډوله موټر د ټکر له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA