ځايي چارواكي وايي، چې د سرپل ولايت په كوهستانات ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي چارواكي وايي، چې د سرپل ولايت په كوهستانات ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ كې يې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د همدې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد كليد ته د ټليفون پر ليكه وويل، چې دغه نښته تېره شپه د كوهستانات ولسوالۍ په جلغان سيمه كې رامنځته شوې، چې له كبله يې يو پوليس مړ او يو ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه نښته كې د وسله وال طالبانو له ډلې هم يو تن مړ او ۳ نور ټپيان دي.
د دغې نښتې په اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
كوهستانات د هېواد له ناامنه ولسواليو څخه شمېرل كېږي، چې وخت ناوخت ترې د ورته پېښو خبرونه راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


