د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې د يوه پوليس د وژلو ترڅنګ يو بل پوليس ټپي کړ. پېښه پرون تر غرمې وړاندې په چهاردي سيمه کې د محافظ ټولي پر پوليسو شوې.
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې د يوه پوليس د وژلو ترڅنګ يو بل پوليس ټپي کړ.
پېښه پرون تر غرمې وړاندې په چهاردي سيمه کې د محافظ ټولي پر پوليسو شوې.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي، چاودنه کې يوازې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
د پېښې مسؤليت وسله والو طالبانو پخپله انټرنېټي وېبپاڼه کې پرغاړه اخېستى او دعوه يې کړې، چې په دغه چاودنه کې يې پينځه پوليس وژلي.
بټي کوټ، چې د طورخم جلال اباد پر لاره پرته و لسوالي ده، له څه وخت راهيسې ترې د ځينو ناامنيو خبرونه راځي.
دې ولسوالۍ کې پخوا ايتلافي ځواکونو ته تېل لېږدونکي ټانکرونه د مقناطيسي ماينونو تر چاودنو لاندې راتلل، چې د هغو مسؤليت هم وسله والو طالبانو پرغاړه اخېسته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

