د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د ګډو ځواکونو عمليات نن په داسې حال کې درېيمې ورځې ته وغځېدل، چې د دې ولايت د چپرهار ولسوال نن د دې وسله والو له يوه مخامخ بريده روغ ووت.
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د ګډو ځواکونو عمليات نن په داسې حال کې درېيمې ورځې ته وغځېدل، چې د دې ولايت د چپرهار ولسوال نن د دې وسله والو له يوه مخامخ بريده روغ ووت.
د شېرزادو ولسوال اصيل خان خوګياڼي کليد سره خبرو کې يوازې د عملياتو پخلى وکړ، خو له نورو جزياتو يې ډډه وکړه.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې، چې وېل کېږي ګڼ سرتېري يې شېرزادو ته تللي، په دې اړه څه ونه ويل.
د ننګرهار امنيې قومندان هم کليد سره خبرو کې يوازې دومره وويل، چې په دې اړه به سباته معلومات خپروي.
د شېرزادو ولسوالي، چې د ننګرهار په کچه تر ټولو ناامنه ګڼل کېږي، يو شمېر ځايي خلکو هم پکې د عملياتو د پيل پخلى کړى، خو نه يې دي ويلي، چې کومه نښته، يا مرګ، ژوبله پکې رامنځته شوې کنه؟
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم کليد ته يوازې دا وويل، چې دولت پلوه سرتېري دې ولسوالۍ ته ورغلي، خو د ده په وينا، وسله وال ملګري يې لا هم پخپل پخواني قوت کې دي.
بلخوا د ننګرهار د بلې ولسوالۍ چپرهار ولسوال معلم معشوق نن سهار د دې ولسوالۍ په ترېلي سيمه کې تر يوه وسله وال بريد لاندې راغى.
وسله وال طالبان که څه هم بريد کې د ولسوال په ګډو د ده د دوو ساتونکو د ټپي کولو دعوه لري، خو ولسوال د ننګرهار امنيې قومندانۍ کې په روغ، رمټ ځان خبريالانو ته دغه ادعا رد کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

