د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې د بريد په پايله كې ۱۱ امنيتي سرتيري او ۲۶ وسله وال مخالفين ووژل شول.
د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې د بريد په پايله كې ۱۱ امنيتي سرتيري او ۲۶ وسله وال مخالفين ووژل شول.
په مومند ايجنسۍ كې يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، چې وسله والو مخالفينو وړمه شپه د مومند ايجنسۍ له مركز علنۍ څخه نږدې ۷ كيلومټره لرې په بايېزۍ سيمه كې پر امنيتي پوستې بريد وكړ.
د امنيتي چارواكو د معلوماتو له مخې په لومړيو كې ۳ امنيتي سرتيري مړه او ۱۲ نور ټپيان وو، خو وروسته بيا ۸ نورو هم د ژورو ټپونو له كبله ساه وركړه.
نوموړي زياته كړه، چې د وسله والو مخالفينو له بريد وروسته امنيتي ځواكونو ځوابي بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې ۲۶ وسله وال مخالفين مړه او ۱۰ نور ټپيان شول.
سرچينې زياته كړه، ټوله شپه په سيمه كې د وسله والو مخالفينو پر مركزونو ډزې روانې وې، چې له كبله يې د دوى يو شمېر مركزونه هم ويجاړشوي دي.
د امنيتي سرتېرو پر پوستو د بريد پړه د پاكستاني طالبانو تحريك منلې او په مومند ايجنسۍ كې د همدې تحريك وياند سجاد مومند رسنيو ته ويلي، چې په بريد كې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او د ۶ هغو جسدونه له طالبانو سره دي.
نوموړي وويل، چې دوه سرتېري يې ژوندي نيولي او دا مهال طالبانو هغوى نامعلوم لوري ته لېږدولي دي.
سجاد مومند په بريد كې د خپلو دوو ملګرو د وژل كېدو پخلى هم وكړ.
د يادونې وړ ده، چې د نورو قبايلي سيمو په پرتله په مومند ايجنسۍ كې د پاكستاني دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې چټكتيا راغلې او هر ورځ له دې سيمه څخه د ورته پېښو راپورونه وركول كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


