د کونړ والي په داسې حال کې، چې له وروستيو راهيسې د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې دې ولايت ته د دولت د وسله والو مخالفينو راتګ زيات شوى ګڼي، وايي، د مخنيوي لپاره يې د افغان سرحدي ساتونکو د پياوړتيا ترڅنګ بايد ايتلافي ځواکونه په اوسن
د کونړ والي په داسې حال کې، چې له وروستيو راهيسې د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې دې ولايت ته د دولت د وسله والو مخالفينو راتګ زيات شوى ګڼي، وايي، د مخنيوي لپاره يې د افغان سرحدي ساتونکو د پياوړتيا ترڅنګ بايد ايتلافي ځواکونه په اوسنيو پولو کې ځاى، پرځاى شي.
والي سيد فضل الله وحيدي په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته دغه راز وويل، چې د دغو دولت ضدو بهرنيو وسله والو مخنيوى په دې ګران کار دى، چې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پوله اوږده او سرحدي ساتونکي هم لا په مجهزو وسايلو سمبال نه دي.
د کونړ والي دا خبرې وروسته ترهغې کوي، چې د دې ولايت پر ناړۍ او ماڼوګي ولسواليو ايتلافي ځواکونو په دې وروستيو كې څو ځله هوايي بمبارۍ وکړي.
دغو بمباريو کې، چې پرغره ييزو سيمو څو شپې وړاندې وشوې، ځايي چارواکو پکې د لسګونه پاکستاني وسله والو طالبانو د وژنې دعوه لرله.
هڅه مو وکړه، چې د کونړ د والي پر غوښتنې په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي ادارې نظر هم واخلو، خو دغې ادارې پرله پسې ټليفونونه راځواب نه کړل.
لږه موده مخکې همدلته ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان هم کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې منلې وه، چې د ژمي دې شپو، ورځو کې د ډېورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني وسله وال د دې غاړې په ناامنه کولو پسې راځي.
هغه خبره، چې د کرښې دې غاړې ته وسله والو طالبانو تل ناسمه ګڼلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


