ads

باجوړ كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه ووژل

د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه او ۶۰ نور ټپيان كړل. په ټپيانو كې ماشومان هم شامل دي. د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه او ۶۰ نور ټپيان كړل. په ټپيانو كې ماشومان هم شامل […]

نویسنده: TKG
4 مرغومی 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه او ۶۰ نور ټپيان كړل. په ټپيانو كې ماشومان هم شامل دي.

د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه او ۶۰ نور ټپيان كړل.

په ټپيانو كې ماشومان هم شامل دي.

په باجوړ ايجنسۍ كې يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته ويلي، چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار د دغې ايجنسۍ په مركز خار كې زيانمنو ته د مرستو د وېش پرمهال رامنځته شوى.

د باجوړ اړوندې سيمې، چې افغان پولې ته څېرمه پرتې دي، د القاعدې او طالبانو مركز بلل كېږي او تر دې دمه په دې سيمه كې څو بريدونه شوي، خو د ننني بريد پړه لا چا پرغاړه نه ده اخيستې.

يوه ورځ وړاندې په مومند ايجنسۍ كې پر امنيتي پوستې د طالبانو د ډله ييز بريد په پايله كې ۱۱ امنيتي سرتېري او ۲۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ترهګرۍ څخه د اغېزمنو لپاره بېلابلې ورځې ټاكل شوي او د شنبې ورځ د سلارزيو قبيلې لپاره ځانګړې شوې ده.

چارواكي زياته كړه: په كومه سيمه كې چې دغه بريد ترسره شوى، دا سيمه د سيمه ييزې دولتي ادارې څخه نږدې ۳۰۰ متره لرې ده.

د نوموړي په وينا، دغه سيمه كې د تلاشۍ يوه پوسته هم ده، كوم ځاى كې، چې ځانمرګي بريد كوونكي بريد ترسره كړى دى.

د يادونې وړ ده، چې پر كومې قبيلې ځانمرګى بريد شوى، هغه سلارزي نومېږي، چې څو ځله يې د ځايي طالبانو او نورو ترهګرو پر وړاندې لښكر ويستى و.

د سلارزيو او طالبانو ترمنځ په جګړو كې د دواړو لوريو څخه لسګونه كسان وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA