د ننګرهار پوليس چارواکي په دې ولايت کې د تورنو غلو د يوې پينځه کسيزې ډلې ترڅنګ د ناقانونه اته وېشت ميله وسلو د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال يوې
د ننګرهار پوليس چارواکي په دې ولايت کې د تورنو غلو د يوې پينځه کسيزې ډلې ترڅنګ د ناقانونه اته وېشت ميله وسلو د نيونې خبر ورکوي.
د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال يوې خبري ناستې ته وويل، چې وسلې يې د ناقانونه وسلو راټولونې پروګرام ډاياک ته سپارلي، خو په تور يې څوک نه دى نيول شوي.
قومندان د غلو د تورنې ډلې په اړه وويل، چې دغې ډلې په جلال اباد ښار کې له شپږو مياشتو راهيسې فعاليت کاوه، چې د دوى پوليسو يې پينځه تنه نيولي او د نورو د نيونې هڅه روانه ده.
د ننګرهار امنيې قومندان زياته کړه، چې د غلو د دې ډلې لخوا د خلکو پټې شوې پيسې به بيرته هغوى ته وسپاري.
يو تن، چې په وينايې، دغو کسانو يې له جېبه پيسې پټې کړې وې، کليد ته وويل،
په جلال اباد کې داسې نورې ډلې هم شته، چې پوليس يې بايد مخه ونيسي.
د غلا په تور يوه نيول شوي ځوان هلک په خبري ناسته کې ومنله، چې د خلکو د جېبونو په وهلو کې يې لاس درلود، خو ويې ويل دا کار يې له اړې ورځې کړى.
په ننګرهار کې له وروستيو راهيسې نه يوازې پوليسو بلکې د ملي امنيت ادارې هم ورته څو لاسته راوړنې لرلې، چې يو شمېر ولسي خلکو يې ستاينه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


