د پوهنې له وزارت سره د جرمني د پراختيايي بانك له خوا د 18 ميليونه يورو بلا عوضه مرستې تړون لاسليك شو. دغه تړون د ماليې د وزير عمرزاخيلوال په ګډون د پوهنې د وزيرغلام فاروق وردګ او په افغانستان كې د جرمني مرستيال سفير تامس زهينسن تر منځ پرون لاسليك شو.
د پوهنې له وزارت سره د جرمني د پراختيايي بانك له خوا د 18 ميليونه يورو بلا عوضه مرستې تړون لاسليك شو.
دغه تړون د ماليې د وزير عمرزاخيلوال په ګډون د پوهنې د وزيرغلام فاروق وردګ او په افغانستان كې د جرمني مرستيال سفير تامس زهينسن تر منځ پرون لاسليك شو.
د پوهنې وزير فاروق وردك وويل: د جرمني هېواد په 1387 كال كې له پوهنې وزارت سره 15 اشاريه 7 ميليونه، تېر كال 13 اشاريه 7 مليونه او اوس 24 اشاريه 6 مليونه ډالر مرسته كړې ده.
نوموړي زياته كړه: په راتلونكې يوه مياشت كې به له جرمني هېواد سره د 19 مليونه يورو په ارزښت يو بل تړون د 7 تخنيكي ښوونځيو د جوړولو لپاره، چې شپږ به په شمال او شمال ختيځ كې او يو به په كابل كې جوړ شي.
وروسته د المان مرستيال سفير تامس زهينسن خبرې وكړې او ويې ويل: په هر هېواد كې له پوهنې څخه لوى څيز نه شته، پرمختګ او هره لاسته راوړنه په پوهنې پورې اړه لري او د افغانستان او جرمني ترمنځ يوازينى شريك ټكى پوهنه ده.
نوموړي په راتلونكي كې د لازياتې همكارۍ ژمنه وكړه.
داپه داسې حال كې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخكې په كابل ښار كې د جاپان هېواد په مرسته 48 ښوونځي پرانستل شول، خو اوس هم په هېواد كې د پوهنې بهير د راز راز ستونزو سره مخ دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


