ads

په تېرو ۳ مياشتو كې ۳۷۳ تنه قاچاقبران نيول شوي

كورنيو چارووزارت د نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي د دې ادارې  اړوند د تېرو شاوخوا دريو مياشتو لاسته راوړنو په اړه وايي، چې په سلګونه تنه قاچاقبران يې نيولي او د كيمياويي مواد لسګونه لابراتوارونه يې له منځه وړي كورنيو چارووزارت د نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي د دې ادارې  اړوند […]

نویسنده: TKG
2 مرغومی 1389

كورنيو چارووزارت د نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي د دې ادارې  اړوند د تېرو شاوخوا دريو مياشتو لاسته راوړنو په اړه وايي، چې په سلګونه تنه قاچاقبران يې نيولي او د كيمياويي مواد لسګونه لابراتوارونه يې له منځه وړي

كورنيو چارووزارت د نشه يي توكو سره د مبارزې چارواكي د دې ادارې  اړوند د تېرو شاوخوا دريو مياشتو لاسته راوړنو په اړه وايي، چې په سلګونه تنه قاچاقبران يې نيولي او د كيمياويي مواد لسګونه لابراتوارونه يې له منځه وړي ، او د نشه يي توكو پر ضد يې  په سلګونه عمليات ترسره كړي دي.

د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو سره د مبارزې مرستيال بازمحمد احمدي د چارشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې د دوى پوليسو په تېرو درېيو مياشتو  كې، يولس زره كيلو ګرامه تارياك، زرګونه كيلو ګرامه كيمياويي مواد او همداراز د كيمياويي مواد لسګونه لابراتوارونه له منځه وړي.

نوموړي زياته كړه، دغه لاسته راوړنې د شاوخوا درې سوه او اته ويشتو بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې لاسته راغلي، چې په ترڅ كې يې درې پوليس وژل شوي او درې سوه او درې اويا تنه قاچاقبران نيول شوي دي.

بازمحمد احمدي همداراز وويل، چې وسله وال مخالفين هم د نشه يي توكو په كركيله كې لاس لري، چې د اضافي پوليسو په نه شتون د دوى مبارزه  له هغوى سره ستونزمنه ده.

دا په داسې حال كې ده، چې د همدغو نشه يي توكو له امله هر كال د نشه يي توكو د اخته كسانو شمېره  په ډېرېدو ده او دا مهال د عامې روغتيا وزارت چارواكو په خبره د يو ميليون په شاوخوا كې په نشه يي توكو اخته كسان په ټول هېواد كې شتون لري، چې د كافي بوديجې او د مافيايي كړيو له لاسه د يادو اخته كسانو درملنه له ستونزوسره مخ ده، چې له همدې امله همدا اخته كسان خپله ژوند له لاسه وركوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA