ads

كندوز كې ځانمرګي بريد ۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ځانمرګی برید تر سره شوى، چې د چارواكو په وينا، څلور تنو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې. د کندوز د امنیت امر سمنوال عبدالرحمن آقتاش د بريد پخلى كړى او زياته كړې يې ده،   د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ځانمرګی برید تر سره شوى، […]

نویسنده: TKG
2 مرغومی 1389

د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ځانمرګی برید تر سره شوى، چې د چارواكو په وينا، څلور تنو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې. د کندوز د امنیت امر سمنوال عبدالرحمن آقتاش د بريد پخلى كړى او زياته كړې يې ده،

 

د کندوز ښار په مرکزي چوک کې ځانمرګی برید تر سره شوى، چې د چارواكو په وينا، څلور تنو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې.

د کندوز د امنیت امر سمنوال عبدالرحمن آقتاش د بريد پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې یوه ځانمرګي نن سهار نږدی ۸ بجې د کندوز ښار په مرکزي چوک کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ، چې له کبله یی يو پولیس مړ او ۳ عام وګړی ټپيان شول.

آقتاش زیاته کړه، چی پخپله ځانمرګى، چی پلی روان و هم وژل شوی دی.

تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت هیچا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې دمخه هم په دې ولايت كې د ملی پوځ د جلب وجذب په مرکز برید ترسره شوى و، چې له کبله یی ۹ تنه عسکر وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نورټپیان وو.

د ملی پوځ په مرکز د برید پړه وسلوالو طالبانو منلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA