تیاتر

844
۱ مرغومی ۱۳۸۹

په تياتر كې دښځينه ممثلينونشتوالى لويه ستونزه ده


په كابل كې د تياتر دهنر دوه ورځنى سمينار د روان كال د لېندې په اته ويشتمه نېټه د جمهور رئيس حامد كرزي په پيغام سره  په ((كابل نندارې)) كې  دسلګونو هنرمندانواو ممثلينو په ګډون پرانستل شو.

په كابل كې د تياتر دهنر دوه ورځنى سمينار د روان كال د لېندې په اته ويشتمه نېټه د جمهور رئيس حامد كرزي په پيغام سره  په ((كابل نندارې)) كې  دسلګونو هنرمندانواو ممثلينو په ګډون پرانستل شو.

دغه سمينار، چې د ((افغانستان د تياتر لومړنى ملي سيمينار )) نوم ورته اېښودل شوى ؤ د هېواد له بېلابېلو سيموڅخه پكې دتياتر دهنرمينه والو او هنرمندانو ګډون درلود. په دې سمينار كې په افغانستان كې د تياتر د هنر د ستونزو او  ودې په اړه خبرې وشوې او د هنرله تياترڅخه دمهم هنر په توګه يادونه وشوه.

د افغانستان د ملي تياتر رئيس “شاپور صداقت” چې په دې هنري غونډه كې يې برخه درلوده، دتياتر رول د ټولنې په جوړښت كې حتمي وباله او ويې وېل:((كه موږ لويديځې ټولنې په نظر كې ونيسو، دهغوى ټولې سياسي، اقتصادي، فرهنګي اوټولنيزې لاس ته راوړنې د تياتر له بركته رامنځته شوي او موږ هم كولاى شو د تياتر په وسيله خپله ټولنه ورغوو او پر مختګ وكړو)) نوموړي همداراز ووېل: (( دې ته په  پام سره، چې زموږ د ټولنې اكثريت وګړي د سواد له نعمت څخه بې برخې دي، كولاى شو د تياتر په وسيله د هېوادوالو ذهنونه روښانه كړو.))

شاپور دتياتر له هنرمندانو وغوښتل، چې د سياسي او ښوونيز تياتر ايجادولو ته پام وكړي او په وينا يې ((سياسي اوتعليمي تياترونه كولى شي د يوې ټولنې سياسي چارو ته تغير وركړي او دخلكو توجه پوهې او دانش ته راواړوي. ))

شاپورووېل:(( پوهه او زده كړه هغه څه دي، چې دخلكو د سياسي شعور دلوړېدو سبب ګرځي او دژوند مسير بدلولى شي. ))

سره له دې، چې په هېواد كې د تياترهنر د تېرو كورنيو جګړو پر مهال دخلكو له پام لوېدلى او كمزورى شوى ؤ د دې هنر پر وړاندې د نورو پرتو ستونزو اوخنډونو ترڅنګ يوه ستونزه د تياترد نندارې د مناسب ځاى نشتوالى دى.

د فراه ولايت د هنر او تياتر مدير محمد انور رامش چې په ياد دوه ورځني سيمينار كې  يې برخه درلوده دې او دېته ورته ستونزو په اړه ووېل: ((كه چېرې د تياتر برخې ته كافي بوديجه په پام كې ونيول شي او د دې هنر ارزښت ته په پام سره دولت د تياتر د ودې لپاره  مناسب ځاى او امكانات برابر كړي نو ورسره  په دې برخه كې ډېرې ستونزې له منځه تلاى شي.))

رامش وايي:(( په فراه كې د تياتر وضيعت په سم ډول پر مخ ځي اوسره له دې چې موږ په دې برخه كې ډېرې مالي… ستونزې لرو، ،خو بيا هم د فراه خلك د تياتر سره ډېره مينه لري او په خپلو شخصي لګښتونو يې په دې ولايت كې د تياتر هنر ژوند ساتلى.))

رامش تياتر د فرهنګ دساتلو غوره لارو بلله او له رسنيو يې وغوښتل، چې د تياترد ځواكمنتيا لپاره هڅې وكړي.

په كابل كې د تياتر هنر په داسې حال كې جوړيږي، چې  په دې برخه كې دښځو ونډه ډېره كمه ده او ډېرى ښځې او پېغلې نجونې د ټولنيزو محدوديتونو او دودونو له امله په تياتر، سينما.. .كې ګډون نه شي كولاى.

نرګس احمدي يو له هغو پېغلو څخه ده، چې تازه يې د تياتر هنر ته را دانګلي. نوموړې چې په دې سمينار كې ګډون درلود وايي: ((سره له دې چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ يم، خو دتياتر سره د ډېرې مينې له امله د دې ستونزو پر وانه نه لرم او دخپلې روښانه راتلونكې هيله لرم.))

اغلې نرګس وايي (( تياتر د ژوند د حقيقتونو څرګندويه هنردى، چې د تمثيل له لارې خلكو ته دژوند تراخه او خواږه حقيقتونه وړاندې كوي.))

نرګس وايي زموږ په هېواد كې  يو شمېر خلك د تياتر په مانا او مفهوم نه پوهيږي او له همدې امله ډېرې ښځينه نه شي كولاى د تياتر په برخه كې كار وكړي.

نوموړې د ملي تياتر له ادارې او خلكو وغوښتل چې د تياتر د تقويې په خاطر ښځينه ممثيلينې وهڅوي او دهغوى په مخكې پرتې ستونزې له منځه يوسي. نرګس دافغانستان ملي تياتر د اقتصاد له پلوه كمزورى وباله او له دولت څخه يې وغوښتل چې دتياترلپاره  ځانګړې صحنې جوړې كړي څو خلك په ژوندۍ بڼه تياتر ننداره كړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *