ads

سنګين ولسوالۍ كې ۵ ولسي وګړي ووژل شول

د هلمند ولايت په سنكين ولسوالۍ كې پنځه عام وګړي او اووه  وسله وال طالبان ووژل شول. د هلمند ځايي چارواكي وايي: دغه مرګ ژوبله د سې شنبې پر ورځ  هغه مهال رامنځته شوه،     د هلمند ولايت په سنكين ولسوالۍ كې پنځه عام وګړي او اووه  وسله وال طالبان ووژل شول. د هلمند […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1389

د هلمند ولايت په سنكين ولسوالۍ كې پنځه عام وګړي او اووه  وسله وال طالبان ووژل شول. د هلمند ځايي چارواكي وايي: دغه مرګ ژوبله د سې شنبې پر ورځ  هغه مهال رامنځته شوه،

 

 

د هلمند ولايت په سنكين ولسوالۍ كې پنځه عام وګړي او اووه  وسله وال طالبان ووژل شول.

د هلمند ځايي چارواكي وايي: دغه مرګ ژوبله د سې شنبې پر ورځ  هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو پر بهرنيو ځواكونو بريد وكړ.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي، چې د سې شنبې په ورځ د سنګين ولسوالۍ د نظام الدين په كلي كې د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواكونو د نښتې په ترڅ كې اوه تنه د دولت وسله وال مخاليفين او پنځه ولسي وګړي، چې درې يې مېرمنې او دوه يې نجونې دي وژل شوي.

احمدي زياته كړه، چې له وسله وال طالبانو څخه يو شمېر وسلي او مهمات هم  ايساف ځواكونو ته په لاس ورغلي دي.

د يوه بل خبر له مخې داود احمدي وويل، چې پرون د نهرسراج  په سيمه كې د يوې شخصي امنتي كمنۍ قوماندان حاجي قدوس او د هغه زوى د يوه پوليسو له لوري په ډزو وژل شوي او پوليس دا مهال په امنيه قوماندانۍ كې تر پلټنو لاندې دي تر څو د پېښې لامل څرګند شي.

په همدې حال كې د دې ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د چهارشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دوشنبې په ورځ د دې ولايت په موسى كلا ولسوالۍ كې د گډو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې پنځه وسله وال طالبان نيول شوي او يو تن يې وژل شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم گډو ځواكونو ته په لاس ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په  دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي، خو د نادعلي ولسوالۍ په دوه بندي سيمه كې ېې د ماين په چاودنه كې د درې بهرنيو سرتيرو د وژلو اداعا كړې، خو دولتي چارواكي او بهرني ځواكونه يې نه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA