ads

د كندوز امنيتي چارواكو د ۵ شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور د ۵ شكمنو كسانو د نیولو خبر وركړ. دا څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې د یاد ولایت امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وکړې.   د کندوز ولایت امنیتي چارواکو له وسله والو طالبانو سره د اړیکو […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1389

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور د ۵ شكمنو كسانو د نیولو خبر وركړ. دا څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې د یاد ولایت امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وکړې.

 

د کندوز ولایت امنیتي چارواکو له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور د ۵ شكمنو كسانو د نیولو خبر وركړ.

دا څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې د یاد ولایت امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلی خبریالانو ته وکړې.

سیدخیلی زیاته کړه، چې دغه كسان تېره شپه ګډو ځواكونو د يو لړ چاڼیزو عملياتو په ترڅ كې د چهاردرې ولسوالۍ په خلا زیو سیمه کې نيولي دي.

هغه زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو سره یې داسې شواهد او اسناد نیولي، چې په ډاګه کوي، دوی له وسله والو طالبانو سره لاره لرله.

سیدخیلي زیاته کړه، چې په نیول شویو کسانو کې یو تن د ماین ماهر هم شامل دی.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې دمخه هم په یاده ولسوالۍ كې ۱۵ تنه وسله وال طالبان د علمیاتو پر مهال وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA